نظم
داور د جاوني د تبې
Khushal Khan Khattakچوب ناز چريته دواړه
بانسه سونډ کشنيز دا دواړه
سره سم دوه دو درمه
چار سېر ماء واخله همدمه
سره واړه جوشيده کړه
چې نيم سېر اوبه ښې زده کړه
اوبه گډې کړه په شهد
په خوراک يې وکړه جهد
څو رغېږي دا دارو کړه
د شفا په لوري رو کړه
د چاوني تپه به دور کا
بيماران به پرې سرور کا