نظم

دري دېرشم فصل - په بيان د راوېستلو د بچو له هاله

Khushal Khan Khattak

خلق ها د چرگې کېږدي په غله کې

ترې چر گوړي را پيدا شي په چله کې

هغه تاو د غلې ورسي تر هويې

هغه واړه ها مرغي کا کمې لويې

چې مرغونه تر سينې کا هو يې لاندې

تودوي يې اړوي يې لاندې باندې

دا هنر دی چا مرغونو ته ښېيلی

په بند بند يې هسې بند ورته ويلی

دا همه واړه ښېنې کردگار کا

راشه واروه باز مرغي سره چې ښکار کا

چې يې وباسي له ها نه لا هلک وي

هسې شان چې ورکوي خوراک يې سپک وي

اول غوښې په ججوره کې ورستې کا

بيا يې وکاږي جدا ځنې پستې کا

بيا هغه لکه خشخاش دانې دانې کا

په حکمت يې د مرغي په تخانې کا

چې مرغی د باز قوت پيدا کوينه

په غذا يې هغه هسې شان ساتينه

له بينې نه چې پيدا توره بڼه کا

دغذا نواله مۍ او يا چڼه کا

بال و پر د الوتلو چې پيدا کا

اول حال يې په رېزه مرغۍ شيدا کا

چې په جاله کې رېزه مرغۍ وويني

و لوی ښکار وته مرغۍ شي په زړه ويني

زرکې مرکې په چنگال سره زده کا

چې نيول د باز مرغی په هغو زده کا

بيا يې وباسي له جالې و کوهسار ته

چې مرغی پرونه ساز کاندي وشکار ته

ترمرغيو اول باز په ښکار غوټه کا

هغه ښکار ورته زبون او نيم مرده کا

بيا يې پرېږدي و مرغي ته دی يې کسي

له مرغي نه هم خلاصېږي هم يې نسي

چې مرغی د باز ښکاري شي باز ته شا کا

په درو کې درومي ښکار نسي هوا کا

چې يې زړه وي هسې ښکار د کوهستان کا

نه مور پلار بيا يادوي نه ياد اشيان کا

چې مرغی د باز په باز پروادار نه وي

هغه هومره مشقت د باز په څه وي

په دا کار کې حيراني ده غرض کوم دی

مگر پوخ په دا پوهېږي نه چې اوم دی

باز ته چا ورکړه دا هومره لويه مينه

خپل مرغی هسې ساتي نور مرغي خورينه