غزل
درياب څه د جالې د پاره نه ځي که څوک وايي
Khushal Khan Khattakدرياب څه د جالې د پاره نه ځي که څوک وايي
په خپله رضا درومي، حاله هم ور سره بيايي
په غرونو واورې اوري بارانونه په ملکونو
له هيچا خبر نه دي چې په موږه هم څوک پايي
په دوولس برجه گرځي نمر پوره په دوولس مياشتې
په دا خبردار نه دی چې صيفي دی که شتايي
په درست جهان کې گرځي باد حيران په څلور کونجه
په هر لوري چې گرځي ناخبر چې څه پيمايي
مېوه، غلې، گلونه، ځنې رنگ رنگ نعمتونه
له مځکې پيدا کېږي مځکه پروته گل ولايي
څلور واړه عنصره چا کران دي ای خوشاله!
چا کر هغه خدمت کا چې صاحب ورته فرمايي