نظم
دارو د استسقاء
Khushal Khan Khattakاستسقاء د چا ومشه
که يې وشي دا يې زده شه
تل دې څښي د اوښو پۍ
ورځ و شپه تته تتۍ
نه خواړه نه دې اوبه څښې
خو دا پۍ دې ناږه څښي
لاس و پښې يې وپړسېږي
په رنگ زېړ بلا ښکارېږي
دارو هم د استسقاء شته
خو د اوښو پۍ رسا شته
استسقاء هغه زحمت دی
چې گنده تر هر علت دی
د سړي گېډه مشکی شي
ډک په زيړو اوبو دی شي