نظم
دارو د جمله بادو خصوصاً د گېډې او د کمال اشتهاء
Khushal Khan Khattakښه کوچله شپاړس درمه
په حساب نه بېش و کمه
پيدا کړه زما دلبره!
د زړه غوږو دا چار وره
پينځه پاوه پۍ د غوا کړه
په دېگدان يې خوشنما کړه
کوچله گډه کړه له شيره
په آتش يې کړه ځان ځيره
په ورو ورو يې يېشوه
شتابي پرې مه کوه
چې پۍ شي شپاړس درمه
نور يې زر کوز کړه همدمه
هغه کوچله له شير بېرون کړه
تکيه گاه فضل بېچون کړه
په دوه سنگ کې يې آس کړه
په تلوار يې لاس په لاس کړه
چې کوچله واړه ميده شي
نور دې بيا به پۍ سيده ش ي
کوچله گډه کړه په شيره
يو زمان يې کړه خمبيره
نور ترې سازې کړه گولۍ
لږ تر څه زياتې تر مۍ
هر سبا يې په نهاره
مدام ته خوره زما ياره
تداوي دې بې پرهېزه
د شهوت د باد انگيزه
اشتها کاندي بسياره
زيات تر حده تر مقداره
باد د نس د درست وجود
دم تر دمه کا نابود
دا دارو مجرب کار دی
ازموده په هزار بار دی
تماکو د قبض دارو دي
بواسير لره جارو دي
وينه باد د سړي کم کا
قبض زر تر زر عدم کا
اشتها به دې کړه ډېره
خورنده به شې تر سېره