نظم
دارو د نه چرولو
Khushal Khan Khattakواخله سخا وږه بيماره
پلپل دراز ور سره ياره
دواړه سم شپږ شپږ درمه
هينجه هم درې واخله همدمه
زنجبيل دولس درمه
جوائن پانزده اکرمه
هليله اته لس زرده
حبه يو درم باور ده
کته شل څلور درمه
واړه يو ځای کړه پر غمه
واړه ښه سره ميده کړه
په تودو اوبو دا زده کړه
دوه درمه هر سبا خوره
پرې لطيفه غذا بيا خوره
گوندې وي چې رنځ دې ورک شي
په صحت دې وجود سپک شي