نظم
دارو د نزول يعنې آب مرواريد
Khushal Khan Khattakد نزول دا ښه دوا ده
که د رنځ په ابتداء ده
شنه توتيا نپلاتوتا وي
چې ښه شنه وي بې همتا وي
چې ټول سم سره ميده کړه
په بصره کې يې سيده کړه
تل دوه درې ميله اخله
بيا پرې خوب وکړه څمله
چې د درست زحمت ور کېږي
په بصره دې پوره کېږي
تر دا پورته داور نشته
په دنيا کې که هر څه شته