نظم

دارو د پرميو د زحمت

Khushal Khan Khattak

اطريفل کورکمن ياره

چوب ناز مشکک دلداره

بيا کلوي ، کته، پاپړه هم

د مڼې ولې ترخه هم

دا همه برابر بويه

واړه ښه سره وسرويه

گبينه سره يې ته خوره

پرې لطيف لطيف خواړه خوره

تر دا په به دارو نه وي

د پرميو که لمر څو ښه وي

په څو قسم پر مې دينه

رنځ د دواړو په دا ځينه