نظم

دارو د قبض وصفايي اشتها د کمي

Khushal Khan Khattak

د جمياو تېل پيداکړه

شېرشاهۍ اته ته دا کړه

د مولۍ تخم هم بويه

د گازرو تخم زويه

هر يو نهه درمه واخله

شو اتلس زيات ترې ماخله

دواړه قسمه ښه ميده کړه

په هغه تېل دې سيده کړه

پاس په اور باندې يې کېږده

ښه زمان يې هلته پرېږده

چې د تېلو ځگ پيدا شي

نور دې کوز هغه دوا شي

چې ساړه شي کوز په ځمکه

سستي کړه له ځانه ورکه

بيا يې پاس په اور کړه باندې

چې ځگ بيا کړه لاندې باندې

او که ځگ يې بيا ونه کړو

خو چې درنگ يې څه خو وکړو

نور يې کوز کړه ښه يې حل کړه

په دبلي کې يې ساتل کړه

په يوه گوته دې وخته

ته همېش خوره نېک بخته

ستا به قبض کړه کشاده

همېشه به وې دلشا ده

اشتها به دې کړه صافه

څه به وايم له اوصافه

سستي مه کړه په دا کار کې

که اغزي لرې په لار کې