نظم
دارو د قوت باه مباشرت
Khushal Khan Khattakنک چهکني ادرک دلداره
د غوا پۍ سره کړه ياره
تاوده نه پۍ دې اومه وي
چې يې څښې قوت ته ښه وي
سونډ جايفل کبابه جانه
دار چيني واخله پردا نه
دا څلور دوه دوه درمه
چار د واړو په تول سمه
بيا لونگ عاقر قره هم
يو يو دا کړه ور سره هم
کوندرو چو پنځه درمه
بېل بېل آس کړه دا همدمه
دا دارو شي اوه څيزه
چې يې وشمارې عزيزه
په عسل کې يې معجون کړه
وايم ته يې خوراک چون کړه
دوه درمه په سبا خوره
دوه درمه په مساء خوره
ذوق به ډېر مومې څو ښوري
څه به وايم خود به گورې
که ډېر سوړ يې دا هاله کړه
غم خوري د خپل کاله کړه