نظم
دارو د سنگ مثانې
Khushal Khan Khattakسهاگه څو کړ کور زړي
له تورو اوبو چې نغړي
که څلوېښت ورځې څوک خوري
رنځ د سنگ مثانه وړي
دې زحمت لره يو سنگ دی
لکه پچه تور په رنگ دی
چې يې حجر اليهود بولي
د طلا په نرخ يې تولي
چې بيمار يې سوله وينه
په سبا سبا يې خورينه
چې يې سنگ مثانه وي
توی په دې دانه دانه وي