نظم
دارو د تخرگ دوجود دخولو د بد بويۍ
Khushal Khan Khattakد گلابو گل عجب دي
ور سره سنبل الطيب دي
دريم سور کوفي بويه
پټکړې سونا مکي زويه
دا پينځه توکه ميده کړه
له گلابو يې سره کړه
په بدن يې ماليده کړه
دا عجب دارو دي زده کړه
که د بدو خولو بوځي
خوشبويي به يې هر سوځي