نظم

دارو د زېړي چې يرقان بالۀ شي

Khushal Khan Khattak

ښه دارو دا د يرقان دي

که يې وگورې آسان دي

پښتانه يې زېړی بولي

سړی زېړ پرېوځي په غولي

وسپنخړی چې ډېر زوړ وي

دې علاج ته هغه جوړ وي

ته يې واچوه په اور کې

ښه يې سور کړه په تنور کې

واخله بيا دغوا متيازې

نور څه هيڅ نه خو يوازې

په متيازو کې يې جوړ کړه

اووه ځله يې تود سوړ کړه

چې ښه سوړ شي بيا يې آس کړه

يو درم ځنې په لاس کړه

په ناشته يې په هفته خوره

اووه ورځې يې پوره خوره

بيا يې بله هفته جانه

خود له شهدو له روغانه

شړومبې هم ورسره بويه

غوړې شړومبې د غوا زويه

د صحت طمع اميد کړه

ښه دارو دي اعتميد کړه