نظم

دارو د ذوتې تبې

Khushal Khan Khattak

چوب ناز چرايته دواړه

بانسه، سونډ، گشنيز درېواړه

سره سم دوه دوه درمه

چار سېر ماء واخله همدمه

سره واړه جوشيده کړه

خو نيم سېر اوبه ښې زده کړه

اوبه گډې کړه په شهد

په خوراک يې وکړه جهد

څو رغېږې دا دارو کړه

د شفاء په لوري رو کړه

د ذوتې تبه به دور کا

رنځوران به پرې سرور کا