غزل

دروغ دروغ وعده چې دلسنگين سره پيوند کا

Khushal Khan Khattak

دروغ دروغ وعده چې دلسنگين سره پيوند کا

عاشق له ډېره خياله ځان پروين سره پيوند کا

بلا کاندې خوله وازه د فتنو اتش تازه شي

چې ناز و جلوه دواړه نازنين سره پيوند کا

ازاد تر سينه درومي د ځيگر دننه کښېني

چې غشی لينده دواړه مه جبين سره پيوند کا

که نور مهر دې نشته څه خو کړه د حال پوښتنه

چې تا په زړه ويشتلی سربالين سره پيوند کا

څه زه، څه مې مجال دی چې دې وصل غواړم درېغه

که زړه توره شړۍ څوک ورېښمين سره پيوند کا

که ځان غواړې خوشاله! له چشمانو يې حذر کړه

خپل ځان وژني تمځری چې شاهين سره پيوند کا