نظم
درست عالم تېر سو شپېته برخې حساب کړه
Khushal Khan Khattakدرست عالم تېر سو شپېته برخې حساب کړه
هغه تېر سو برخې واړه ناکسان دي
په شپېته کې پنځوس برخې هوښياران دي
په دا هومره کې لس برخې غازيان دي
درست جهان په نا پوهانو سره ډک دی
ولې زيات که په کې وگورې افغان دي
هوښياران يگان يگان په هر مکان شته
چې کثرت يې دی په ملک د خراسان دي
چې داخل په جمع خرڅ نه دي په دا کې
هغه واړه جټ، هندکي، د هندوستان دي