غزل
درست جهان که واړه ما رحمان لره دلبر شي
Rahman Babaدرست جهان که واړه ما رحمان لره دلبر شي
چرې دی دلبره بې تا بل دلبر زما
هسې ياد يې همېشه مدام زما
چې اوراد يې په هر صبح و شام زما
هر کلام چې بې د ستا له ياده و کړم
سل توبې دي په هغه کلام زما
که بې تا د زړه آرام کړم په سل رنگه
نه شي نه شي په هېڅ رنگ آرام زما
ننگ و نام که ستا په مينه له ما درومي
ځار شه ستا تر مينې ننگ و نام زما
چې قايم شوم په مقام د عاشقيه
هېر شه دلته واړه بل مقام زما
څو د عشق په خم خانه مې داخل نه کړ
پخته نه شه دغه عقل خام زما
نن دې وخت دی که مې آه و فرياد اورې
څو چې خاورې نه دی هر اندام زما
هزار جام و صراحي دې فلک مات کړل
څو به گرځي په دا دور جام زما
زه رحمان به دا ناکام کوم تر کومه
وايه کله به حاصل کړې کام زما