غزل درته چا وی چې د يار سره جفا کړه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 درته چا وی چې د يار سره جفا کړه د اغيار سره وفا، مهر خندا کړه 02 چې د پله خاورې دې سترگو لره غواړي د هغه سره فتنې، جنگ و غوغا کړه 03 هغه ته يې چې له ما دې محبت کړ که غه هومره مينه ما سره نور چا کړه 04 که په اور مې کښېنوې، په اور به کښېنم چې دې ځای په سترگو کړم، راته دې شا کړه 05 د بادشاه، دگدای څه وو دياريه څه کړم خدای مې ستا په مخ مينه پيدا کړه 06 که زما په مرگ دې زړه دی، تېغ راواخله د قصاب غوندې مې بند په بند جدا کړه 07 زه خوشال څه جيواری د سبکل نه يم د دنيا خونه مې ستا په مخ بېديا کړه Dictionary meaning × Headword