نظم

دريم باب په بيان د دعا کې

Khushal Khan Khattak

په دعا غواړه له خدايه

خپل مراد دې ای نېکرايه

دعا هر کله ستا ښه ده

دسهر په وخت لاښه ده

يا دعا د منفعت وي

يا له دفع مضرت وي

د بادشاه دا دواړه څيزه

لا ډېر ښه راځي عزيزه

که سودونه يې غر غر وي

لا ترې بره يې ضرر وي

په دعا زارۍ دې اوسي

چې مقصود يې باري يوسي

صدقه ده يا دعا ده

چې مدام رد بلا ده

چې په تخت د دولت کښېني

په دعا فراغت کښېني

چې دعا يې مدام نه وي

په سرېر يې آرام نه وي

چې دښمن دچا غالب ويف

په دعا دې تل راغب وي

که زخمت وي که آرام وي

که څه نور علت اسقام وي

په دعا به دفع کېږي

تضرع، زاري دې کېږي

په زارۍ سړی شادان شي

چې ژړا کاندي خندان شي

دره چې سخت سره ونښت شي

د دعا په لاس ارت ش ي

چې دغيب خلکو ياري ده

د سهر دعا، زاري ده