نظم
دريم فصل - په بيان د اشيان د باز کې
Khushal Khan Khattakچا اشيان چېرې د باز نه دی ليدلی
د اشيان يې خو تش نوم دی اروېدلی
دا سپين غر چې له قافقاسه را روان دی
لگېدلی په خطا په هندوستان دی
په ميزان کې راخواره شي له شماله
د ظلمات په نواحي کې لري جاله
دا سپين غر تر حساب ډېر لري ښاخونه
په ښاخونو کې يې رايشي بازونه
د هر غره چې ونې ډېرې هوا ښه وي
هغه غرونه يې مکان په ورځ په شپه وي
ابتدا په سپينو غرونو باندې راشي
خوښ له واورو ورېدلو په هوا شي
چې په غرونو کې ساړه د ژمي ډېر شي
تار په تار سره خواره په گرم سېر شي
په مېزان کې په عقرب کې ډېر نيول شي
په لينده کې خال خال هم سره نيول شي
باز هغه ښه چې هوښيار دام دار نيولی
بد هغه چې ناپکار دام دار نيولی
د هوښيار دام دار باز نه وي پرکېدلی
د نادان وي پړکېدلی ترهېدلی
چې هوښيار دامدار يې ونيسي په تله
په سپينو کې يې پرانيزه ای دله
چې دامدار سره په تور کې وتورېږي
څو ژوندی وي هغه خوی يې نه هېرېږي
دی نادان دامدار نيولی باز بې صبره
په ورو ورو پرانيزه مه کړه بيړه جبره
په ښه ځای کې يې ساته تماغه ور کړه
پړکېدل خوارۍ يې واړه ترې بدر کړه
په خوراک د ښو طمعو چې ښه دوناب شي
بيا دې هله دکشادو د طناب شي
د عقرب نيولې لا ساتلي بويه
د ليندې نيولي توند وي ويې سرويه
ډېر بازونه په خطا دي يا په روم دي
په شېروان په ترکستان کې هم هجوم دي
ځکه سپين تېغون راځي له ترکستانه
ډېر يې نيسي ټول پرې راشي له اشيانه
نه چې گوښی بازونو کې باز سپين شته
سپين چرغونه سپين شنقار او هم شاهين شته
ما ليدلي دي په سترگو شيکر يې سپينې
څو باښې سپينې تېغون په رنگ مهينې
ابلق باز ابلق جره مې دی ليدلی
چې دما په غره دما دامدار نيولی
په کارگانو په تمځرو کې تېغون شته
په چمنو او په سپير کونډو کې دا گون شته