نظم
دوه څلوېښتم فصل - په بيان د علاج دخشکۍ دباز
Khushal Khan Khattakکه د باز دې د خشکۍ علت ظاهر شي
بايده دا دي چې دارو دده هم زر شي
گڼه يو ځله چې دا علت ځايي شي
نور يې مرگ دی دا زحمت لا دوايي شي
مگر ښه مير ښکار پيدا شي چې يې چاک کا
چې د باز ددې علته نه باز پاک کا
باز چې بدې گنده غوښې خوري چر کينې
په اوبو سره يې نه وينځي مهينې
يا يې اچوي و ښکار ته ډېر بې رخه
باز پيخال دانې دانې کا تېر بې رخه
د پيخال يې هسې رنگ هسې گونه وي
ته به وايې عينه لکه چونه وي
څه خو مالگه ډېر نبات کړه د غوا پۍ
صاف کړه باز که په دا کار فهميده ته يې
يا نبات له کوچو گډ کړه کله کله
څو بادام ورکوه باز له دما دله
يا برک برک کړه زړه د مږه په پيو تر کا
يو څو ورځې دا په وخت و باز ته ورکا
دې زحمت لره ماغزه د وزې ښه دي
د پاچو ماغزه د غوا غوړي بد نه وي
په اوبو سره لمدې غوښې که خورينه
همېشه په دا زحمت کې سود لرينه