غزل دوه زړونه چې يو شي غر به هم پاره پاره کا Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دوه زړونه چې يو شي غر به هم پاره پاره کا ځار تر يگانگۍ چې نعمتونه راښکاره کا 02 تورې زلفې بويه، خط و خال زر و زېور هم مخ چې ښايسته وي خلقه يې ننداره کا 03 څوک چې په اخلاص وبله مين شي په دنيا کې زر سازې نا سازې په دنيا کې اواره کا 04 خلک په شيطان باندې لعنت لعنت لرينه چارې په سړيو واړه نفس اماره کا 05 سل رنگه غمونه لور په لور د نفس له لاسه دوه سوه د حرص له مخه نور را اجاره کا 06 چې وېش وي د شکر و ډېر عالم ورباندې ټول شي چې واخلې خپلې بخرې نور ځانونه کناره کا 07 خويي د خپلې چارې څوک په مټ په کوښښ غواړي څوک خپل کارونه واړه حواله په ستاره کا 08 ځار تر يکرنگۍ چې زړه يې يو، يو يې اقرار وي هر چې دو زبان وي خپل غمونه دوباره کا 09 هر څوک دې دعا کاندي چې حاجت يې چاته نه وي ولې بادشاه نه وي چې حاجت يې بېچاره کا 10 د خوشال د رندۍ حال هسې ښکاره شو لکه بانگ چې مؤذن په مناره کا Dictionary meaning × Headword