غزل
دواړه شونډې دې شراب پرتگالي دي
Khushal Khan Khattakدواړه شونډې دې شراب پرتگالي دي
په سره والي له ياقوتو په سيالي دي
په سپين والي، په ښايست ، په زېباييه
واړه غاښ يې مرغلرې لالي دي
په ښېوه ښېوه چې پل کښېږدي په لارې
کښلې پښې يې دگلزار په پايمالي دي
په کاليو سره مخ ښايسته کېږي
ستا په مخ ښايسته ستا د مخ کالي دي
په طلب، په استغنا چې تجربه شول
عاشقان معشوقې دواړه جنجالي دي
نن هغه سړي که غواړم مونده نه شي
چې خوشال زما د زړه په خوشالي دي