غزل

دواړه سترگې مې چې ستا په لوردوخته شوې

Khushal Khan Khattak

دواړه سترگې مې چې ستا په لوردوخته شوې

په لمنې کې مې اوښکې اندوخته شوې

په ماڼې ماڼې يې خوره، مزه يې اخله

ته زما د زړه په وينو اموخته شوې

په لکونو، په کروړونو دې بها ده

د يوسف غوندې په سهل فروخته شوې

ما وی ته زما د تورې شپې چراغ يې

ولې تلې په بله خونه افروخته شوې

چا دا اور در لگولی دی خوشاله؟

چې لاله غوندې دا هسې دل سوخته شوې