غزل

دايم راغلم په دا عمر چې مې وينې

Khushal Khan Khattak

دايم راغلم په دا عمر چې مې وينې

زلميتوب راڅخه يووړ ږيرې سپينې

يو د ښکار، بل د کتاب، بل د دلبرو

په جهان کې نورې نه شوې دا درې مينې

د همت جامه يې سپينه پاکيزه ده

پرې دوستي د زرو څه وه لکه وينې

شېخ، ملا، عابد، زاهد ور خبر نهدي

چې په زړه کې د عاشق دي دلنشينې

که ټټر وهي له تيږې گومان مه کړه

چې به مهر په تا وکا زړه سنگينې

د دوه کونو مراد کل در کا په غېږ کې

په خندا چې در کنار شي مه جبينې

نور به کوم ارمان د گنج د گنجينې کا

چې په غېږ کې يې نيولي تن سيمينې

ډېر مين وو چې يې لافې کړې د مينې

په ارمان وبله تېر شول که يې وينې

څوک چې يار په اوښکو ژاړي ژړا نه ده

ژړا دا ده چې يې وژاړي په وينې

د رښتينې مينې کار خو د خپل زړه دی

دروغجنې مينې غواړي تورې سپينې

د مجنون او د ليلا مينه رښتيا وه

د پروېز او د فرهاد او د شېرينې

ستا په رنگ به په جهان راغلې نه وي

په جهان کې ډېرې تېرې دي رنگينې

تورې سترگې دې شهلا ، نرگس دې باغ دي

تورې زللفې دې سنبل دي،مخ نسرينې

له دې خاورو نه چې گل زېږي خوشاله!

دا په دا چې تل ور دورمې مه جبينې