نظم
دايم راغلم په داعمر
Khushal Khan Khattakدايم راغلم په داعمر
چې مې سپين شول تور وېښته
ياخاورې دي يا کاڼي
راته واړه سپين او سره
هيڅ کار نه شي بې له زرو
چې پرې وپوهېدم زه
گرم نه دي دا وگړي
که وباسي پرې ليمه
چې سپين و سره پرې ورکا
هغه ښکل کا سپينه خوله
هم زر دي که يې گورې
چې په غره بيايي اوبه
که هر څو له تا زړه بد وي
بيا په زر رغېږي زړه
خدای رسول سره خپلېږي
په زر نورې چارې څه