شعر

دچپا‌‌ومخته ګونګ  دکلي هر انسان پاته شو

Darwish Durrani

دخدای په کور کې پر نیمي باندې آذان پاته شو

دښکلو سترګو هم کمې شو له دې جنګه سره

له نجونو کلی ،له هوسیو مو دامان پاته شو

دښمن ته موږ دواړه کمزوري شو وچې ویش مو وکړ

غشۍ مې ورور واخیست او ماته تش کمان پاته شو

دسپیرې مځکې سپیرو خاورو چې طلب کړه مرسته

زه تنها راغلمه او ستوري په آسمان پاته شول

« درویشه » مار او خزانه دواړه له منځه لاړل

نه دوطن دبخیل سر او نه سامان پاته شو.

۲۰ اګست  ۲۰۰۱