شعر
دچپاومخته ګونګ دکلي هر انسان پاته شو
دروېش درانیدخدای په کور کې پر نیمي باندې آذان پاته شو
دښکلو سترګو هم کمې شو له دې جنګه سره
له نجونو کلی ،له هوسیو مو دامان پاته شو
دښمن ته موږ دواړه کمزوري شو وچې ویش مو وکړ
غشۍ مې ورور واخیست او ماته تش کمان پاته شو
دسپیرې مځکې سپیرو خاورو چې طلب کړه مرسته
زه تنها راغلمه او ستوري په آسمان پاته شول
« درویشه » مار او خزانه دواړه له منځه لاړل
نه دوطن دبخیل سر او نه سامان پاته شو.
۲۰ اګست ۲۰۰۱