غزل
ډېر عالم زما په ياد
Khushal Khan Khattakډېر عالم زما په ياد
راغی، تېر شولکه باد
همدا، هسې راشي، تېر شي
په ځای نه لري استاد
عجب لويه کارخانه ده
چې پيدا کړه لوی استاد
و خباب وته نظر کړه
څه حباب څه يې بنياد
هسې ته يې که پوهېږې
ښه مثال شو درته زباد
هيڅ خبر نه شوې له ځانه
هی فرياد، فرياد، فرياد
غمجنوالی دې په څه دی؟
بيا په څه شي هسې ښاد؟
څه سختي لرې خوشاله!
دادې زړه دی که پولاد