غزل ډېر مين په تازه مينه سره تېر شي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ډېر مين په تازه مينه سره تېر شي په هجران يې خوږ ژوندون زهر گنډېر شي 02 لا يو غم مې تمام نه وي، څه نصيب دی چې ناڅاپه نور غمونه رابرسېر شي 03 زه په وير د معظم په غم کې ډوب وم خبر نه وم چې طاهر به تېر و بېر شي 04 لکه ږيره د طاهر نوې په زنې د هر، هر ويښته يې غم راباندې ډېر شي 05 خدايه! هسې غم بل ماته پيدا مه کړې چې په ده مې طاهر خان له دله هېر شي 06 طاهر و مړ په شباب کې دا تاريخ دی چې به کال دده د مرگ ترې رابر سېر شي 07 راستي لار ده بادشاهي په کې نشته گمراهي 08 د رښتينو پروا نشته د جهان په بدخواهي 09 د ر ښتينو سره مل وي تل نصرت د الهي 10 د ر ښتنيو ځای جنت دی د قرآن په گواهي 11 بيا به نه مومې خوشاله په راستۍ کې تباهي Dictionary meaning × Headword