غزل ډېر عمر مې تېر کړ بېهوده په زمانه Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ډېر عمر مې تېر کړ بېهوده په زمانه نور دې زما سر وې او د ترکو آستانه 02 هېڅ مې حاصل نه کړه په شېخۍ او په تقوی کې پس له دې مې وار دی هر چې شي په ميخانه 03 شېخ و شېخي، وردو وظيفه او ذکر فکر زه او ساقي، جام و باده، چنگ و ترانه 04 زه و زاهدانو ته حيران يم دوی و ماته دېوانه به ده ميخنده وده به دېوانه 05 گنج د دُرو ځار شه دعاشق تر څاڅکي اوښکو نه خروار دعقل نه دعشق يوه دانه 06 تېغ د بار له لاسه په مرۍ دعاشقانو هسې لذت کا لکه دميو پېمانه 07 خدای لره به ورشم په سودا د يار له مخه بل مقصود مې نشته په کعبه په بتخانه 08 زه له ډېرې مينې په تش بوی د يار شيدا شوم تل د لوندو خټو لږ اوبه وي بهانه 09 ځکه زاهد زهد کا د يو جنت د پاره سرښندلی نه شي په ور بل د جانانه 10 گوره د منصور هسې په دار نه شې رحمانه! مه کړه دا د عشق خبرې مستې رندانه Dictionary meaning × Headword