غزل

ډېر عمر مې تېر کړ بېهوده په زمانه

رحمان بابا

ډېر عمر مې تېر کړ بېهوده په زمانه

نور دې زما سر وې او د ترکو آستانه

هېڅ مې حاصل نه کړه په شېخۍ او په تقوی کې

پس له دې مې وار دی هر چې شي په ميخانه

شېخ و شېخي، وردو وظيفه او ذکر فکر

زه او ساقي، جام و باده، چنگ و ترانه

زه و زاهدانو ته حيران يم دوی و ماته

دېوانه به ده ميخنده وده به دېوانه

گنج د دُرو ځار شه دعاشق تر څاڅکي اوښکو

نه خروار دعقل نه دعشق يوه دانه

تېغ د بار له لاسه په مرۍ دعاشقانو

هسې لذت کا لکه دميو پېمانه

خدای لره به ورشم په سودا د يار له مخه

بل مقصود مې نشته په کعبه په بتخانه

زه له ډېرې مينې په تش بوی د يار شيدا شوم

تل د لوندو خټو لږ اوبه وي بهانه

ځکه زاهد زهد کا د يو جنت د پاره

سرښندلی نه شي په ور بل د جانانه

گوره د منصور هسې په دار نه شې رحمانه!

مه کړه دا د عشق خبرې مستې رندانه