غزل دل و دين مې په هغې ترک کړ فدا Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دل و دين مې په هغې ترک کړ فدا لا يې نه حسابوي د ځان بها 02 د ښايست صفت يې څو کوم، حيران يم په هیڅ شان يې مونده نه شي انتها 03 د صورت له عيبه هسې پاکيزه دى لکه ذات د وېښته نه شته دى په ها 04 که يې مخ په زلفو پټ وي باک يې نشته تل په ګنج باندې پراتهٔ وي اژدها 05 لکه لمر هسې جلوه کا په شفق کې چې په سر کاندي اورڼۍ د سوها 06 نه پوهېږم چې په کومه لاره درومم چپ و راست مې رقيبان دي هره خوا 07 خداى دې هسې تنها نه کا څوک په غم کې لکه زه د يار په غم کې يم تنها 08 همېشه د بېلتانه له غمه لولم زه رحمان نعوذ بالله منها Dictionary meaning × Headword