غزل دل و دين مې په هغې ترک کړ فدا رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 دل و دين مې په هغې ترک کړ فدا لا يې نه حسابوي د ځان بها 02 د ښايست صفت يې څو کوم، حيران يم په هیڅ شان يې مونده نه شي انتها 03 د صورت له عيبه هسې پاکيزه دى لکه ذات د وېښته نه شته دى په ها 04 که يې مخ په زلفو پټ وي باک يې نشته تل په ګنج باندې پراتهٔ وي اژدها 05 لکه لمر هسې جلوه کا په شفق کې چې په سر کاندي اورڼۍ د سوها 06 نه پوهېږم چې په کومه لاره درومم چپ و راست مې رقيبان دي هره خوا 07 خداى دې هسې تنها نه کا څوک په غم کې لکه زه د يار په غم کې يم تنها 08 همېشه د بېلتانه له غمه لولم زه رحمان نعوذ بالله منها د قاموس مانا × اصلي کلمه