نظم
دويم باب په بيان د اخلاص کې
Khushal Khan Khattakچې يې بخره له اخلاصه
د هغو بخره ده خاصه
په اخلاص چې قدم ږدينه
بې ريا چې لاس وهينه
هرعمل چې بې ريا وي
بې غرضه اخلاص دا وي
مخلصان دې وپوهېږي
په اخلاص دې وگروهېږي
کار دې کا دخدای د پاره
چې ريا نه شي اظهاره
هر غرض چې نفساني وي
هغه کله حقاني وي
نفساني غرض دې دور کا
حقاني کار دې منظورکا
خوشنودي چې د خدای کېږي
هغه کار دې پسې کېږي