نظم
دويم فصل - په بيان د رنگ د باز کې
Khushal Khan Khattakد بازونو رنگ ته مه غړوه سترگې
که تېغون شته مگر نشته سپينې چرگې
تېغون باز ځکه په قدر په قيمت دی
چې کمياب شو، نه چې ښه په شجاعت دی
تر تېغون نه قير خيشن بهادران دي
په مشکار باندې دا دواړه لکه ځان دي
بال د قير د تغدري غوندې نمود وي
خشين سور په سينه پاس په رنگ کبود وي
بيا په دا پسې سور باز چې سياه فام وي
تور منقار، توره يې ژبه، تور يې کام وي
زيړ سور فام لوی کتجکی ديبا پر
په هنر په خوی بهتر وي تر چهر
سيه پشت که څه سختي لري په ځانه
که يې ساز کړې نور يې وگوره جنگونه
تور زري که په ساړه کې مستحکم وي
په هنر په خوی خصلت تر نورو کم وي
زيړ بازونه که شوده که گل بادام وي
په ساړه کې تر تور باز پورې بد نام وي