غزل
درېغه سره تش کړای دا ډک زړونه د فراق
Khushal Khan Khattakدرېغه سره تش کړای دا ډک زړونه د فراق
تول کړلای په تله، د چا زيات شوای اشتياق
مرگ به ما قبول کړ، نه بېلتون له خپله ياره
څه کړم چاره نشته حکم دا و په ميثاق
وېش چې په ازل و د هرچا د قسمتونو
غم و که محنت و په نصيب شو د عشاق
څوک په عاشقۍ ولاړ چې زه پاتې هجران وته
اوس به له ما څه غواړي وگړی خوی اخلاق
هر محنت، آفت، شدت، نکبت په جهان ښه دی
يو بېلتون بلا دی تر هر څه په اتفاق
عشق يې د زلفينو لکه زهر د مارونو
ښوري په ځيگر کې دواړه لب يې دي ترياق
تل سبا، بېگا باندې د آه د ناوکيو
ووري سپين توبري، څه ښادي کا اهل نفاق
تل شهد و شکرې که خوشال خوري گومان مه کړه
چې بې هغو لبانو به خوږ شي دده مذاق