غزل
دژوند په تــوره شـــپه کــــې تــــکه شنه رڼــــا راولم
Pir Mohammad Karwanکــــه مـــرګــی رانغـــی نـــو میــــــنې زه به تا راولم
مـــــالــه دوعــــا نــــه د بــڼو د پاسه اوښکې جوړې
مــــــلالـــو ستـــرګــــو تـــه دې خامخا موسکا راولم
دنیـــمو شـــــپو دا لــــېوانـــۍ چیغې دې ما ځوروي
دبېـــلـــتانــه پـــه دې فـرعــون پـسې موسی راولم
خیر که بنګړی نه یم چې تاودې شم له سپینو لېچو
ستـــا په دې زړه کې به څه بل شانې شرنګا راولم
اول بـــه ستــا پـــه مخ کې نور د پاک مولی ښکلوم
بـــیا بــه کاروان په دې خپل مړه غزل کې ساه راولم