غزل
دژوند په توره شپه کې تکه شنه رڼا راولم
پیر محمد کاروانکه مرګی رانغی نو مینې زه به تا راولم
ماله دوعا نه د بڼو د پاسه اوښکې جوړې
ملالو سترګو ته دې خامخا موسکا راولم
دنیمو شپو دا لېوانۍ چیغې دې ما ځوروي
دبېلتانه په دې فرعون پسې موسی راولم
خیر که بنګړی نه یم چې تاودې شم له سپینو لېچو
ستا په دې زړه کې به څه بل شانې شرنګا راولم
اول به ستا په مخ کې نور د پاک مولی ښکلوم
بیا به کاروان په دې خپل مړه غزل کې ساه راولم