غزل

عيب جويۍ سره مې هومره ده کينه

Khushal Khan Khattak

عيب جويۍ سره مې هومره ده کينه

وبه نه نيسم و مخ ته آيينه

خدای دې ما بې غمه نه کا په دنيا کې

زه او غم سره ياران يو دېرينه

ساقي څو خمار شکنې پيالې راکړه

چې په سر کې مې خمار دی دوشينه

دايم زه ورپسې سر يم، که يې مومم

په دوران کې مونده نه شي خزينه

نن يې مه کړه تفحص، وايه! چې نن دی

که يې بيا مومې په قرن قرينه

لاله ځايه چې خوشال په جهان راغی

د لاله غوندې يې داغ دی په سينه