نظم

علاج د بواسير خوني

Khushal Khan Khattak

د شړشمو تېل دارو دي

بواسير لره جارو دي

د خوني، نه د بادي وي

چې يې تل خوري په ښادي وي

ته يې وخوره په نهاره

خود به ووينې ننداره

تن قوي بواسير ورک کړه

په هډونو سړی سپک کړه

که څه درد يې په عظام وي

يا جوله وي يا زکام وي

يا نس خوږی ياخارښت وي

يا د لونيو آزمېښت وي

تل يې لوی علاج ترياق دی

د داناوو اتفاق دی