نظم
علاج د نه څرلو
Khushal Khan Khattakلونگ ووېشوه جانه
دوه درمه ای پروانه
د لونگو اوبه نوش کړه
ښه دارو دي له ما گوش کړه
نه ځرول په دا ورکېږي
قی لا هم په دا ښه کېږي
دې علت ته تر لونگو
ښه نارجيل دي د فرنگو
څه چې وخورې يا پيدا کا
زړه دوا در هويدا کا
بې طاقت شي لا دې تبه
د لرزې راشي غالبه
دا څو توکه خوږ په داځي
هسې نه چې لږ په دا ځي