نظم

علاج د پشک

Khushal Khan Khattak

د پشک دارو دي جانه

ته يې ونغوږه له مانه

کنبيله تور وانجو دواړه

سره آس کړه ويې نغاړه

هره ورځ ترې لږ واخله

د کونځلو تېل هم دله

دا دارو ور سره گډ کړه

بيا يې ښه سره گډوډ کړه

په پشک يې کړه ته پورې

نفع سود به يې وگورې

هغه د رنگ ناستی په نهر کړه

يو څو ورځې دا اکثر کړه

خدای دې روغ کړه له علته

پاتو مه شې بې صحته