نظم علاج مرد بسته Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که دې سسته شي خنډه واخله بېخ د مرونډه 02 په ښي لاس کې يې ونيسه ورنژدې شه نصيب کسه 03 په زلمي چې شرم زور شي له حجابه ډکه خور شي 04 دارچيني په خوله کې ژويه په ذکر کړه وژکه تويه 05 ستا ذکر دې ستا نگاره په خپل لاس ونيسي ياره 06 دار چيني دې باندې مږي گوندې گرم شي ستا شږي 07 دا دې کا بوس و کناره په هوس کا له تا ياره 08 خپل ذکر ورکړه په خوله کې چې يې څشي عشق په زړه کې 09 چې حجاب شرم ورکېږي هسې رڼه دې څه کېږي 10 چې زلمی حجاب زده وي په دا مرد شي که چا زده وي 11 معشوقه بوځه طنازه چې د مرد سره شي سازه Dictionary meaning × Headword