نظم

فايده د سپېلنو

Khushal Khan Khattak

سپېلني دارو دي جانه

نشته ښه تر دا درمانه

که د سوده يې خبر شي

په خوراک به يې تل سر شي

برص پسې د چا وشمه

که يې وشي دا يې زده شه

يو مثقال دې يې تل خورينه

چې زحمت يې لرې شينه

که يې تل سيځي په اور کې

تل به نه وي په شر شور کې

چې ديوان وي يا پېريان وي

همېشه به دې امان وي

په خوړلو هم په سولو

سود يې ډېر دی تر ويلو