غزل
فلک کا دا هسې چارې
Khushal Khan Khattakفلک کا دا هسې چارې
دده چارې دي مردارې
دوه ياران سره جدا کا
بيا يې بند کا سره لارې
گاه دې زړه وي په ښادۍ کې
گاه د غم ژړا چيغارې
گاه د شوارې کا اساني
گاه اسانې کا د شوارې
دواړه توکه گذران شي
بده دا هم نه ده بارې
اوس خوشال اوسه خوشاله!
د فلک کوې څه شمارې