نظم

فصل - عذاب عقوبت د تنها گذار

Khushal Khan Khattak

د سرور د خولې حديث دی

چې نمونځ گوښی که خبيث دی

که يې عذر وي بې باک وي

که بې عذره وي هلاک وي

جماعت چې ترک کوينه

که تل نمونځ که نمونځ نه شينه

چې تارک دجماعت دی

تل په ده باندې لعنت دی

تر هغه خوني بهتر دی

چې خوني دخپل پدر دی

پېغمبر ځنې وېزار دی

دی بتر تر شراب خوار دی

نوحه گر بهتر تر ده وي

جادوگر ورځنې ښه وي

عيادت دې يې نه کېږي

جنازه يې نه رغېږي

د سړيو زړه ترې شين وي

د فرښتو باندې نفرين وي

که مسجد که جماعت دی

که اذان که اقامت دی

دا همه شعار د دين دی

د اسلام زينت ايين دی

دا چې هر چېرته نه کېږي

په هغو قتل رغېږي

که څوک جنگ ور سره کاندي

هيڅ بدي نشته ور باندې

که توبه کا له دې کاره

بيا خلاصېږي له آزاره

گڼه هيڅ د پرېښو نه دی

که نابود شي واړه ښه دی

د دوی مرگ دی د د دانو

دی په شمار دمشرکانو