نظم

فصل - عذاب عقوبت د تارک نماز

Khushal Khan Khattak

چې تر کړونی د مانځه وي

د هغه به ښادي نه وي

په دنيا په دين به خوار وي

خدای رسول به ترې وېزار وي

رزق روزي به باندې تنگ وي

د مخ رنگ به ي ې بد رنگ وي

بد ژوندون به يې نصيب شي

له بدانو به قريب شي

که يې ښه له لاسه کېږي

دده ښه به نه قبلېږي

که يې تل زاري دعا وي

دده خواست به ناروا وي

چې سفر که له جهانه

د مرگ چار به وي پرې گرانه

چې دمرگ په خوږو کېوځي

د غم غر به باندې پرېوځي

هغه شپه چې يې په گور وي

دده گور به لکه اور وي

همېشه به عذابېږي

تر قيامته به خوږېږي

په قيامت به کار پرې سخت وي

شمار به سخت په ده بخت وي

چې له گور نه به پاڅينه

د چارپای په څېر به وينه

په صراط به په شکم ځي

تر مېږي به په تله کم ځي

د خدای خشم به پرې ووري

مؤمنان دې خدای ترې ژغوري