نظم

فصل - چې په مانځه کې اودس مات شي

Khushal Khan Khattak

که حدث شي په نماز کې

غلط مه شه په دا راز کې

که امام يې زما جانه

خلافت ور کړه له چا نه

ژر اودس وکړه بيا راشه

مقيد په اقتدا شه

خليفه چې نمونځ تمام که

نمونځ تمام په ښه سلام که

هله پاڅه نمونځ تمام کړه

هم ماموم هم ځان امام کړه

که تنها يې نمونځ تنها کړه

که حدث شې هم ته دا کړه

په راتله په تله کې بويه

مه څه وايه مه څه ژويه

مه څه کار کړه مه ويل کړه

مه عورت وته کتل کړه

که په دا کې څه پيدا کړې

نمونځ دې مات شه نيت به بيا کړې