نظم

فصل - د اودس د مکروهاتو

Khushal Khan Khattak

د اودس مکروه شش دي

ترې حذر کړه چې نا خوښ دي

يو چې مخ په قبله مېژي

يا تطهير غايت ترې خېژي

بل چې خپل عورت ښکاره کړه

نا محرم يې ننداره کړه

بربنډ ځان چې د بل گوري

بول که په ماء کې ښوري

استنجا چې په ښي لاس کا

اوبه ډېرې تويې ناس کا